د کثیرالرشتوي انسټیټوټ ممتازو او نوښتګرو زده کړیالانو خپل نوښت او خلاقیت ننداری ته وړاندې کړل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۷ - ۱۰:۵۰
faryaab

دفارياب ولايت په مرکز کې د کثیرالرشتوي انسټيټوټ ممتازو او نوښتګرو زده کړیالانو د دغه ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو امر مولوي غلام ولي همت په ګډون په يو لړ مراسمو کې خپل نوښت او خلاقيت نندارې ته وړاندې کړل.

په دې مراسمو کې د فارياب کثیرالرشتوی انسټیټوټ امر همايون مرادي وويل چې د دې انسټیټوټ د تکړه او نوښتګرو زده کړیالانو لپاره د خوښۍ ځاى دى چې خپلې لاسته راوړنې او نوښتونه د نورو زده کړیالانو لپاره د نمونې په توګه نندارې ته وړاندې کوي.

بیا نوښتګرو زده کړیالانو خپل نوښت او خلاقیت لیدونکو ته وړاندې کړ، چې د هغه جملې څخه تالاشۍ دروازه، د بادې او اوبو بریښنا تولید وسیلې، او DC برښنا AC ته تبادلې د ګټي او کار څرنګوالي په اړه او تشریحات ور کړل.

ورپسې د فارياب ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو امر مولوي غلام ولي همت خبرې وکړې او زده کړیالانو ته يې په خطاب کې وويل: نن چې په ګران هېواد کې سوله او ارامي تامين شوې، موږ د خپل ګران هېواد د ابادولو لپاره مسلکي او ماهرو کسانو ته اړتيا لرو. ».

ښاغلي همت زیاته کړه چې د علم او مسلکي مهارتونو ترلاسه کول د ټولنې د هر غړي او په ځانګړې توګه د ځوان نسل یوه دیني او شرعي وجیبه دی.

د مراسمو په پای کې هغه ډالۍ چې د فاریاب ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت او د یاد انسټیټوټ د ادارې له خوا ممتازو او نوښتګرو زده کړیالانو ته د تشویق او ستاینې په موخه په پام کې نیول شوي وو، ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۴۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس رسمي سفر مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د یادې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته په سفر روان شو. په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

BACK TO NEWS