د کابل ښار د دری انسټیټونو تدریسي وضعیت وڅیړل شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۱۵:۴۴
کابل ښار

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس په کابل ښار کې د ترنم او فرهنګ، ژورناليزم او کمپيوټر تکنالوژۍ انسټیټونو له تدريسي او اداري چارو څخه کتنه وکړه.

 ښاغلي احساس د يادو درېيو انسټیټونو له زده کړیالانو او استادانو سره په خبرو کې د هغوى ستونزې او وړانديزونه واورېدل.

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ټینګار وکړ چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د کیفیت د لوړولو لپاره هڅې روانې دي.

 ښاغلي احساس له زده کوونکو وغوښتل چې خپلو درسونو ته پاملرنه وکړي او خپل وخت ضایع نه کړي.

هغه زیاته کړه چې په نړۍ کې پرمختللي هېوادونه د پوهنې په برخه کې په هڅو سره خپل اوسني حالت ته رسېدلي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۵
Background image

د ادارې او مدیریت پروګرام ۱۱۰۰ تنو فارغانو ته د لوړو زده‌کړو د دوام زمینه برابره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسؤلین وایي، هغو مجاهدینو ته چې د دې ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو د ادارې او مدیریت له پروګرام څخه فارغ شوي، د لوړو زده‌کړو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت د افغانستان په نړیوال نندارتون کې لومړی مقام خپل کړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ محترم وزارت له لوري د ۲۰ ټیمونو ترمنځ په جوړو شوو سیالیو کې د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت زده‌کوونکو لومړی مقام خپل کړ. یاده سیالي د افغانستان په نړیوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۴۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ولایتي آمریتونو مالي مدیرانو ته روزنیز پروګرام پیل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست، د مالیې وزارت د متخصصینو په همکارۍ، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ۳۴ ولایتونو د آمریتونو د مالي مدیرانو لپاره پنځه ورځنی د ظرفیت. . .

BACK TO NEWS