د کابل د سروبي ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ وضعیت وڅیړل شو
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د يوه پلاوي په مشرۍ د کابل د سروبي ولسوالۍ له کثیرالرشتوي انسټیټوټ څخه ليدنه وکړه
په دغه سفر کې له ښاغلي شهامت سره د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس هم ملتیا کوله.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د سروبي کثیرالرشتوي انسټیټوټ وضعیت وڅیړل او ښاغلي شهامت د یاد انسټیټوټ په هکله لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
په پام کې ده، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه په نورو ولایتونو او ولسوالیو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو وضعیت ارزونه وکړې.