د څیړنې او ارزونې موسسې یوه پلاوي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې له مسؤولینو سره وکتل

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۴:۵۰
TVETA

د افغانستان د څیړنې او ارزونې موسسې یوه پلاوي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د پلان او ستراتیژیکو همغږیو ریاست له مسوولینو سره وکتل.

د دې ناستې موخه د دواړو بنسټونو ترمنځ د همکارۍ په برخه کې د دواړو خواوو د همکاريو د موضوعاتو په اړه بحث ویل شوی دی.

په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د کار بازار د تحلیل، د استادانو او کارکوونکو لپاره د څېړنیزو پروګرامونو د تنظیم په ګډون په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر بهیر خبرې وشوې او د افغانستان د څېړنې او ارزونې موسسې په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د دونرونو په جذبولو او د ورته بنسټونو په همکارۍ په یادې اداره کې کیفیت لوړ کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۲۶
Background image

د پروان ولایت سیدخیلکثیرالرشتوي انسټیټوټ د محصلینو له لوري د عملي روزنو د زده کړې لړۍ

د پروان ولایت اړوند سید خیل ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د حشراتو په اړه روزنه ترلاسه کړه. پدې جلسه کې، لارښود استاد محصلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په یوه ښووونیز مرکز کې د عملي زده کړو لړۍ

د کاپیسا ولایت اړوند«حصه اول کوهستان» کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو ته د حیواني ناروغیو د درملنې او جراحۍ په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. د لارښود استاد تر نظر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۹:۳۴
Background image

۳۰ تنه محبوسین د مبایل رغونې« ترمیم مبایل» له لنډمهاله حرفوي پروګرام څخه فارغ شول

د مبایل رغونې«ترمیم مبایل» څانګې لنډمهاله حرفوي روزنیز پروګرام، چې څه موده وړاندې د زابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د یاد ولایت په محبس کې پیل شوی و، پای ته ورسید. په دې. . .

BACK TO NEWS