د څارنوال عبدالستار خواصي انسټیټوټ د محصلینو فراغت مراسم ترسره شول

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۳۰ - ۱۰:۷
tveta

د څارنوال عبدالستار خواصي کثيرالرشتوي انسټیټوټ د فارغانو فراغت مراسم د سيمه ييزو چارواکو، علماوو، مخورو او ځوانانو په حضور کې ترسره شول.

دغه فارغان چې شمېر يې نږدې ۴۰ تنه دى، د دغه ښوونيز مرکز له ساختمان او ادارې او مدیریت څانګو څخه فارغ شول.

د پروان ولایت د تخنیکي آمر ښاغلي مولوي محمدزي رسولي د فراغت په مراسمو کې د وینا پر مهال محصلینو ته د فراغت مبارکي وویله او ټینګار یې وکړ چې ځوانان باید د علم ترلاسه لپاره لا زیات کار وکړي.

نورو ويناوالو هم د هېواد په اقتصادي وده کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په ارزښت خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې د نننۍ ټولنې پرمختګ د تخنيکي او مسلکي زده کړو محصول دى.

دغه مراسم فارغانو ته د تصدیق پاڼو په ورکولو او د افغانستان لپاره د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسیدل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

BACK TO NEWS