د پلان او راپور د څرنګوالې په اړه روزنیز ورکشاپ جوړ شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۸ - ۱۶:۲
روزنیز ورکشاپ

د پلان جوړونې عمومي ریاست لخوا د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو شمېر کارکوونکو ته  عملیاتی پلان د پلی کیدو، پلان او راپور د چمتو کولو څرنګوالي په اړه روزنیز ورکشاپ ترسره شو.

 ددې برنامې په پیل کې د پلان عمومي رئیس انجینر عنایت الله د پلان جوړونې او راپور ورکولو په ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د ورکشاپ موخه د پلان جوړونې او راپور ورکولو په برخه کې د کارکوونکو د مهارتونو لوړول دي.

 د پلان او ستراتیژیکی پالیسۍ رئیس روح الله شفیق هم په ادارو کې پلان او راپور ورکول مهم وبلل او د ورکشاپ اجنډا یې تشریح کړه.

په دې ورکشاپ کې د عملیاتي پلان نوې فارمټ او د راپور ورکولو نوې فارمټ د دې ادارې اجرائیوي مامورینو او د راپور ورکونې چارواکو ته د پلان ریاست د کارپوهانو له خوا تشریح شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS