د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریتونو د فعالیتونو په اړه لنډ راپور

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۷ - ۹:۵۶
کوتاه

• کندز

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادراې يو يلاوي د تخنيکي او مسلکي مرکزونو د وضعیت د ارزونې په موخه کندز ولايت ته سفر وکړ.

نوموړي پلاوي د کندز ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو له آمر ډاکتر فريد احمد لکڼ خيل سره وکتل او د یاد ولايت د مسلکي ښوونځيو او انسټیټونو په هکله يې معلومات ترلاسه کړل.

د کندز ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر په ولايتونو کې د ښوونيزو مرکزونو د بيارغونې او ترميمولو په پار د مرکزي چارواکو د همکارۍ قدرداني وکړه.

• بلخ

د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت میاشتنۍ غونډه د ښوونیزو مرکزونو د آمرینو او د مرکز ي هستۍ د مدیرانو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د فراغت د جدولونو ترتیب او طې مراحل کولو، په ۱۴۰۲ تعلیمي کال کې د زده کوونکو او زده کړیالانو  د جذب او همدارنګه د مستهلکو کتابونو د جدول ترتیبولو په اړه بحث وشو.

• کندهار

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې يو پلاوي کندهار ولايت ته سفر وکړ.

نوموړي پلاوي د کندهار ولایت له ټولو تخنیکي او مسلکي مرکزونو څخه لیدنه او څارنه کوي.

ياد پلاوي به په کندهار کې د تخنيکي او مسلکي مرکزونو ستونزې وڅېړي او خپل راپور به د ادارې مشرتابه ته وړاندې کړي.

• کاپیسا

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادراې د ولایتي آمریتونو د کارکوونکو د طرفیت لوړونې په موخه په یاد ولایت کې دوه ورځنی سيمينار په لاره اچولی دی.

په دغه سیمینار کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو آمرین او تدریسي مدیران حضور لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۴۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس رسمي سفر مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د یادې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته په سفر روان شو. په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

BACK TO NEWS