د هرات د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ د فارغانو د فراغت غونډه ترسره شوه
د هرات ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ د فارغانو د فراغت مراسم ترسره شول.
سږ کال د هرات د ادارې او حسابدارۍ له انسټیټوټ څخه د سوداګرۍ، ادارې او مدیریت، بانکدارۍ، محاسبې او اداره تشبث په برخو کې ۵۰ تنه زده کړیالان فارغ شول.
د دغه انستيتوت فارغان غواړي چې د کار زمينه ورته برابره او همدارنګه د هېواد کې دننه او بهر خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.