د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د نندارتون ترسره شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۷ - ۱۱:۵۵
برگزاری نمایشگاه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت په نوښت صنعتي او کرنیز نندارتون ترسره شو.

په دغه نندارتون کې د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکز زده کړیالانو او استادانو خپل تولیدات او ابتکارت نندارې ته ایښي و.

 د یاد نندارتون د پرانیستلو په مراسمو کې د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو هم حضور درلود.

د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر انجنیر فضل الباري نصرت وویل، چې د یاد نندارتون له جوړېدو څخه یې موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ارزښت څرګندول دي.

هغه زياته کړه، چې د دغه ډول نندارتونونو په جوړولو سره نوښتګرو او کارپوه  کسانو ته د کار زمينه برابرېږي.

د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري نور محمد حنیف هم وینا وکړه او ځوانان یې د علم او ​​مسلکي زده کړو ته وهڅول.

 دغه راز د ننګرهار د پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني هم د ديني ارزښتونو په رڼا کې د صنعت او مسلک په اړه خبرې وکړې او ويې ويل: "موږ په دې برخه کې له نړۍ سره سيالي لرو".

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۴۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس رسمي سفر مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د یادې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته په سفر روان شو. په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

BACK TO NEWS