د موبي ګروپ او طلوع نیوز مسئولینو د کابل میخانیکي انسټیټوټ څخه لیدنه وکړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۱۴:۲۵
tveta

د طلوع نیوز تلویزیون رئیس ښاغلی ذبیح الله سادات او ورسره مل پلاوي د کابل میخانیکي انسټیټوټ څخه لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دفتر رئیس استاد مطیع الله هدایت د دوي ملتیا کوله.

نوموړي پلاوي دکابل د ميخانيکي انسټیټوت له تجهيزاتو او تأسيساتو څخه د ليدنې پر مهال؛ دوی په موبي ګروپ کې د دغه انستیتوت د فارغانو د جذب او همکارۍ پر څرنګوالي خبرې وکړې.

د کابل د میخانیکي انسټیټوټ د غږیز او انځوریز تخنیک په څانګه کې اوسمهال لسګونه محصلین په زده کړو بوخت دي.

نوموړي پلاوي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې په ښوونیزو مرکزونو کې د تخنيکي کسانو د جذب په اړه د دغې ادارې له سرپرست ښاغلي غلام حيدر شهامت سره وکتل او خبرې يې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت د افغانستان په نړیوال نندارتون کې لومړی مقام خپل کړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ محترم وزارت له لوري د ۲۰ ټیمونو ترمنځ په جوړو شوو سیالیو کې د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت زده‌کوونکو لومړی مقام خپل کړ. یاده سیالي د افغانستان په نړیوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۴۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ولایتي آمریتونو مالي مدیرانو ته روزنیز پروګرام پیل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست، د مالیې وزارت د متخصصینو په همکارۍ، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ۳۴ ولایتونو د آمریتونو د مالي مدیرانو لپاره پنځه ورځنی د ظرفیت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۴:۴۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د نشراتو رئیس له ولایتي مسئولینو سره آنلاین ناسته وکړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د نشراتو رئیس، محترم اختر محمد عامر، په یوه انلاین ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو له رئیسانو او د ولایتونو له تخنیکي آمرینو سره وکتل او خبرې. . .

BACK TO NEWS