د لومړنیو روغتیایي مرستو په اړه د غزنی مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ د زده کوونکو د عملی زده کړو بهیر
د غزني ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د یوولسم ټولګي زده کوونکو ته د لومړنیو روغتیایي مرستو په برخه کې عملي روزنه ورکړل شوه.
د درس په ترڅ کې، لارښود استاد زده کونکو ته د بریښنایی شاک له امله ټپي شوي خلکو ته د لومړنیو مرستو په اړه مفصل توضیحات ورکړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي. تر څو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.