د فرمانونو او حکمونو د څارنې او تعقیب کمیټه د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې معرفي شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۱۵:۵۷
د فرمانونو او حکمونو د څارنې او تعقیب کمیټه

د اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د څارنې او تعقیب کمېټې غړي د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې معرفي شول.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مقام د دفتر رئيس استاد مطيع الله هدايت د دغې کمېټې له غړو سره په کتنه کې د يادې ادارې د فرمانونو او حکمونو د څارنې او تعقيب په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي هدایت وویل، د فرمانونو او حکمونو د څارنې او تعقیب لوی ریاست کمېټې لپاره ځانګړي دفتر او امکانات په پام کې نیول شوي او دغه کمېټه کولای شي خپل کار پیل کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۵:۳۴
Background image

د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو دوهم ملي نندارتون پای ته ورسېد

د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو دوهم ملي نندارتون نن پای ته ورسېد. د دغه څلور ورځني نندارتون د پای په مراسمو کې د ریاست الوزراء مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي او د کابینې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۵:۳۷
Background image

د حرفوي پروګرامونو د سمون ریاست، د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي آمریتونو له مسوولینو سره ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د حرفوي برنامو د سمون ریاست د کابل په بادام باغ کې د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریتونو له مسوولینو سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۵:۴۱
Background image

د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو ملي نندارتون پرانیستل شو

د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو دوهم ملي نندارتون د کابل په بادام باغ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې له خوا پرانستل شو. د دغه نندارتون په پرانیست غونډه کې یو شمېر لوړ پوړو. . .

BACK TO NEWS