د فاریاب د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کوونکو د جذب په موخه د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۳ - ۱۴:۱۳
فاریاب

د فارياب د مرکز د کرنې او وترنري انسټیټوټ استادانو د 1402 تعليمي کال لپاره د زده کړیالانو د جذب په موخه د عامه پوهاوي کمپاين پيل کړ.

دوی د ميمنې ښار په منځنيو او عالي لېسو ته تللی او د دولتي ښوونځيو زده کوونکو ته يې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې او د فارياب مرکز د کرنې او وترنري انسټیټوټ د خدمتونو او کړنو په اړه معلومات ورکړل.

د زده کوونکو او زده کړیالانو د جلب او جذب په موخه یې معلوماتي بروشرونه او خبرتیاوي هم وویشلی.

د 1402 ښوونیز کال لپاره د زده کوونکو او زده کړیالانو د حلب او جذب په موخه پښتونکوټ ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسی آمریت له خوا هم د عامه پوهاوي پروګرام پیل شوی دی.

د پښتونکوټ ولسوالۍ د کثيرالرشتوي عالي لېسې د آمریت له خوا د 1402 تعليمي کال لپاره د زده کوونکو د جذب په موخه عامه پوهاوې کمپاین هم پيل شوې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

BACK TO NEWS