د علمي سفر په ترڅ کې د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ د محصلینو عملي زده کړې!

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۲:۲۴
TVETA

په خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین خبر ورکوي چې د ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د محصلینو لپاره یې یو ښوونیز علمي سفر پلاره اچولې ترڅو د نوموړو د پوهاوي کچه لوړه کړي.

په دې علمي سفر کې، د خوست ولایت د مرکز اړوند کثیرالشتوي انسټیټوټ د ادارې او تجارت څانګې محصلین د لارښود استاد د لارښوونې تر لاندې د یاد ولایت غلام خان بندر ته تللي دي.

د دې علمي سفر په ترڅ کې، نوموړو محصلینو ته د غلام خان بندر مسؤلینو او لارښود استاد له لوري د یاد بندر د بیلابیلو کاري چارو لکه د سوداګرۍ د مدیریت، د مالونو د تفتیش، د ګمرکي پروسو او د اقتصادي همکاریو په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

په ورته وخت کې، محصلینو هم د دې علمي سفر له ترسره کیدو څخه خوښي څرګنده کړه او د داسې ښوونیزو پروګرامونو ترسره کیدل یې د هغوی د پوهې کچې د لوړولو او د کار بازار ته د ننوتلو په برخه کې خورا ارزښتناک ګام وباله.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS