د شاتو مچیو د پالنې په اړه د علینګار کرنې مسلکي لیسې د زده کوونکو د عملي زده کړو بهیر

د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ د کرنې مسلکي لېسې زده کوونکو ته د شاتو مچیو د پالنې په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد زده کوونکو ته د شاتو مچیو د ډولونو او د مچیو د پالنې لپاره د اړتیا وړ وسایلو په اړه هر اړخیز معلومات هم وړاندې کړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي. تر څو د دغو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.