د سرپل ولایت د نفتو او ګازو انسټیټوټ محصلینو ته د نفتي فعالیتونو په اړه روزنه ورکړل شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۸

د سرپل ولایت نفتو او ګازو انسټیټوټ د تکنیشن څانګې محصلینو په یاد ولایت کې د انګوت نفتي سیمي ته د یو علمي سفر په ترڅ کې د نفتي فعالیتونو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه.

په ورته وخت کې لارښود استاد محصلینو ته د نفت د استخراج په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل او د محصلینو پوښتنو ته یې هم ځوابونه وویل.

د یادونې وړ ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې پر مهارت‌محوره او عملي زده کړو ډیر تمرکز کېږي، تر څو زده‌کوونکي وکولای شي مستقیماً د کار بازار ته جذب شي او د هېواد په اقتصادي وده کې مثبت رول ولوبوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۴۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو ادارې له خوا د «مهارت او مسلک» تر عنوان لاندې یو ورځنی کنفرانس پای ته ورسېد

د «مهارت او مسلک» له سرلیک لاندې یو ورځنی کنفرانس چې د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو ادارې د پلان او ستراتېژیکې همغږۍ ریاست له‌ خوا جوړ شوی ؤ په بریالیتوب سره پای ته ورسېد. پهٔ غهٔ کنفرانس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۴۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لخوا د نهادونو او خصوصي سکتور ستاینه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه ناسته کې، د هېواد یو شمېر نهادونو او خصوصي سکتور مسؤلین د ځانګړو زده‌کړو د ملاتړ په برخه کې د همکارۍ له امله، وستایل او تقدیر کړل. په دې غونډه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۶:۵۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده ‌کړو ادارې او خصوصي سکتور ترمنځ د همغږۍ کنفرانس جوړ شو

د هېواد د تخنیکي او مسلکي زده ‌کړو ادارې له خصوصي سکتور سره د همغږۍ او همکاریو د پیاوړتیا په موخه، د دوو ورځو لپاره د همغږۍ تر عنوان لاندې کنفرانس جوړ کړ. د دغه کنفرانس موخه دا ده چې د. . .

BACK TO NEWS