د خوست کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې ۲۲ امنیتي کامرې نصب شوې
د امنیت د تأمین، د عامه شتمنیو د ساتنې او د اداري نظم د ښهوالي په موخه، د خوست ولایت د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ په بېلابېلو برخو کې ۲۲ امنیتي کامرې نصب او فعالې شوې.
د دې پروژې په ترڅ کې ټول اړین تجهیزات، لکه کېبلونه، نښلوونکي او نور تخنیکي وسایل برابر شول، او د نصب او تنظیم چارې د یوه مسلکي استاد لهخوا ترسره شوې.
د دغې امنیتي شبکې د تجهیزاتو د پېر او نصب ټولیز لګښت له ۵۰ زرو افغانیو څخه زیات شوی دی.
مسئولین وایي، د دغو کامرو په نصب سره به د استادانو، محصلینو او کارکوونکو امنیت، د انسټیټیوټ د شتمنیو ساتنه او پر اداري چارو اغېزمنه څارنه لا نوره هم پیاوړې شي.
