د جوزجان فیض اباد ولسوالۍ د کرنې عالي لېسې تدریسی او ادارې چارې وڅېړل شوي
د جوزجان ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي خيرمحمد محقق د یاد ولايت فيض اباد ولسوالۍ د کرنې عالي ليسې له تدريسي او اداري چارو څخه څارنه وکړه.
د دې لیدنې په ترڅ کې ښاغلي محب د استادانو او زده کړیالانو وړاندیزونه او ستونزې واورېدې، چې هغوي يې لا زیاتو عملي کارونو په ترسره کولو او نوښت ته وهڅول.
د جوزجان تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر ژمنه وکړه، چې د ستونزو د هواري او وړانديزونه ته د رسیدګی په اوړند به هڅه وکړي.