د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې پلاوي فراه ولایت ته سفر وکړ

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳۰ - ۱۳:۱۵
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې څخه د الحاج مولوي غلام حیدر شهامت به مشرۍ ددغه ادارې یو پلاوي فراه ولایت ته سفر وکړ.

په پلان کې ده چې دغه پلاوی د فراه ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو وضعیت وڅېړي.

مخکې دغه پلاوي د هرات او بادغیس ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو وضعیت څېړلی، ستونزې او اړتیاوې یې کتل شوې وې.

ولایتونو ته د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې د سرپرست د سفر موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ستونزو ته د حل لارې پیدا کول ګڼل شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداري ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت اداري ناسته د مهمو اداري او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې او د مجاهدینو د پروګرام فعالیتونو د بیا پیل په اړه د اړینو پرېکړو نیولو په موخه ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

BACK TO NEWS