د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې سرپرست ایران ته دعوت شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۸ - ۱۵:۴۱
لیدنه

د ایران سفارت کلتوري مسؤلینو په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست الحاج مولوي غلام حیدرشهامت څخه وغوښتل چې ایران ته سفر وکړي.

دغه ناسته چې د تخنیکی او مسلکی زده کړو ادارې د مرستیالانو په حضور کې ترسره شوه، د تخنیکي او مسلکي زده کړو د څرنګوالي په هکله بحث او خبرې اترې وکړې.

د دغه ناستې په پیل کې د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې سرپرست د دغه ادارې د وضعیت او زده کړې د څانګو په هکله توضېحات ورکړل.

ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې ستونزو ته په اشارې سره، د ایران هېواد څخه د استادانو د ظرفیت لوړولو، درسي نصاب، کیفیت لوړولو، په ایراني سازمانونو کې د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې د فارغینو د جذبولو غوښتونکی شو.

د تخنیکی او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د افغانستان له خلکو سره د ایران د اسلامي جمهوریت له نېک نیت څخه قدرداني وکړه، او ویې ویل، چې اوس مهال افغانستان د پرمختګ لپاره د اسلامي هېوادونو همکاریو ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړه چې د تخنیکی او مسلکی زده کړو اداره د هېواد په اقتصادي پرمختګ او د بېوزلۍ په له منځه وړلو کې مهم رول لري.

الحاج مولوي شهامت د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې سره د ایران د همکارۍ په څرنګوالي خبرې وکړې، ویې ویل: د نصاب په برخه کې اړتیا ده چې د چارو یو متخصص ټیم افغانستان ته سفر وکړي، همدارنګه څانګې او روزنیزې بستې هم شریکې کړل شي.

همدارنګه نوموړي د دواړو هېوادونو د تخنیکي او مسلکی زده کړو بنسوټونو ترمنځ د تجربو شریکول، د سیمینارونو او ورکشاپونو په جوړولو ټینګار وکړ. 

په همدې حال، امیر رضا ادیبي چې د ایران سفارت په استازیتوب سره یې په ناسته کې حضور درلود، د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې سرپرست د ښو شرایطو او فرصتونو جوړولو لپاره ایران ته دعوت کړ.

ښاغلي ادیبي، د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتلو سره وویل چې دغه هېواد اقتصادي پرمختګ ته د رسېدو په موخه شپه او ورځ هلوځلو ته اړتیا لري.

نوموړي د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې د مشرتابه او کاري ټیم ستاینه وکړه، زیاته یې کړه چې د علمي سازمانونو کامیابي د متخصص او مسلکی ټیم په شتون پورې تړلی دی.

نوموړي ژمنه وکړه، چې په کابل کې د ایران سفارت د دیپلوماتیکو لارو د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې ټولې غوښتنې د ایران مسؤلینو ته رسوي.

د دغه غونډې په پای کې د ایران سفارت استازو په کابل کې د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې سره له ناستې خوشالي څرګنده کړه، د همکاریو د زیاتېدلو په هکله یې هم ژمنه وکړه.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS