د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د یونسکو له استازي سره وکتل
د ملګرو ملتونو د علمي، فرهنګي او ښوونیز سازمان (یونسکو) استازي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له تخنیکي مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس سره وکتل.
په دې کتنه کې د یونسکو د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د همکارۍ څرنګوالې په اړه خبرې وشوې.
مولوي احساس د یونسکو استازي ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د هغه برنامو په اړه چې ملاتړ ته اړتیا لري تشریح کړي.
د يونسکو استازي د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د یاد سازمان د همکاريو په اړه ډاډ ورکړ.