د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د هلمند ولایت له والي سره وکتل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۴:۱۹
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس د هیواد بیلابیلو ولایتونو ته د خپل سفر په دوام، د هلمند ولایت له والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي سره وکتل.

په دې غونډه کې د یاد ولایت د سیمه ییزو ادارو یو شمېر رئیسانو هم حضور درلود.

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال په دغې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل نوموړي وویل چې دغه اداره ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې تخنیکي او مسلکي زده کړې وړاندې کوی.

نوموړي دغه راز د مجاهدینو د روزنیز پروګرام په ګډون چې دا مهال د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د پلي کیدو په حال کې دی د بېلابېلو موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړې.

مولوي احساس وویل، دغه پروګرام هغو مجاهدینو ته زده کړو د دوام زمینه برابره کړې ده چې د اشغال پر محال له زده کړو څخه لرې پاتې و.

د غونډې په دوام کې د هلمند والي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د لاسته راوړنو او پروګرامونو ستاينه او قدرداني وکړه. نوموړي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ارزښت ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې په هېواد کې باید تخنیکي زده کړو څخه ملاتړ او یادو زده کړې باید لا پیاوړې شي.

په غونډه کې نور اړوند موضوعات هم مطرح شول او غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۰:۲۴
Background image

په اکبر مومند انسټیټیوټ کې د PABX سیستم په اړه روزنیز سمینار جوړ شو

اکبر مومند خصوصي انسټیټیوټ د خپلو محصلینو عملي مهارتونو لوړولو په موخه د «PABX» ټلیفوني سیستم په اړه روزنیز سمینار جوړ کړ. دا پروګرام د اکبر مومند خصوصي انسټیټیوټ مسؤل محترم عبدالجبار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۶ - ۱۴:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ادارې او مدیریت له روزنیز پروګرام څخه د ۴۶۶ مجاهدینو فراغت

په ارزګان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ادارې او مدیریت له پروګرام څخه د ۴۶۶ تنو مجاهدینو د فراغت مراسم ترسره شول. په دغه مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۹:۲۹
Background image

د هسکې مینې کثیرالرشتوي انسټیټیوټ ساختماني څانګې زده‌کوونکو عملي زده‌کړه

د ننګرهار ولایت هسکې مینې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ ساختماني څانګې زده‌کوونکو د ودانۍ د قالب‌بندۍ او سیخ‌بندۍ په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دا درسي جلسه په یوه کار لاندې ودانۍ. . .

BACK TO NEWS