د تخنیکي او مسلکي زده کړو په یو ښوونیز مرکز کې د زده کونکو لخوا " خیدک " چمتو او پروسس شو
د سمنګان ولایت خُلم ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کرنې څانګې زده کونکو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده کړو په قالب کې د خیدک «پنیر» چمتو کولو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد په دې درسې جلسه کې نوموړو ته د خیدک «پنیر» چمتو کولو د څرنګوالي، د تولید مراحلو او د خیدک «پنیر» د اړیتا وړ موادو په اړه هراړخیز توضیحات ورکړل.
دغه راز په دوام کې لارښود استاد زده کونکو ته د خید د اقتصادي ارزښت په اړه هم معلومات ورکړل. نوموړي وویل چې خیدک «پنیر» نه یوازې یو ګټور خواړه دي، بلکې ارزښتناک خوراکي او اقتصادي توکي هم بلل کېږي چې کولی شي د کورنیو اقتصادي ودې، د خوراکي صنایع او صادراتو په پراختیا کې کلیدي رول ولوبوي.
عملي زده کړې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه جوړوي.
له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبرۍ، د کار بازار اړتیاوو او د مهارتونو اهمیت ته په ژور فکر سره، تل هڅه کوي چې د نظري زدهکړو ترڅنګ د زده کونکو لپاره د عملي زدهکړو غوره فرصتونه هم چمتو کړي.
