د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د کړنو د ارزونې په اړه روزنیز سیمینار دایر شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۳۰ - ۱۰:۳۹
سمینار

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو شمیر کارکوونکو ته د کړنو د ارزونې په اړه روزنیز درې ورځنۍ سیمینار جوړ شو.

یاد سیمینار د ادارې اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې په همکارۍ درې ورځنۍ سیمنیار جوړ شو چې موخه یې د کارکوونکو د کړنو د ارزونې له بهیر سره اشنا کول دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل د دغه سیمینار د جوړیدو له امله د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له ادارې څخه مننه وکړه او ویې ویل: «له ارزونې مو موخه دا ده چې خپل مسوولیتونه په ښه توګه ترسره کړو».

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې حقوقي مرستيال الحاج ويس الدين ويس هم د کړنو ارزونه يو اصل وباله او ويې ويل، چې دا ارزونه ښيي، چې ورسپارل شوي مسووليتونه تر سره شوي او که نه.

سمینار

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۴۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس رسمي سفر مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د یادې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته په سفر روان شو. په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

BACK TO NEWS