د تخنیکي او مسلکي زده کړو لویدیځ زون ریاست؛ فعالیتونه او لاسته راوړنې

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۴:۵۷

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د لویدیځ زون ریاست له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د نورو زونونو سره یوځای د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په چوکاټ کې خپل فعالیت پیل کړی.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مسؤلینو په وینا، په هیواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو زونونو له جوړیدو څخه موخه په ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پروګرامونو او ستراتیژیک پلان پلي کیدل او عملي کول دي.

په ورته وخت کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د لویدیځ زون رئیس، مولوي ملتان ذاکر، د خپلې دندې له پیل راهیسې د هرات ولایت مقام په ډیری غونډو کې په فعاله توګه برخه اخیستې ده.

په دې غونډو کې، نوموړي د لویدیځ زون د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو اهداف، پروګرامونه او ستونزې د ولایتي مسؤلینو سره شریکې کړي دي.

دغه‌راز، ښاغلي ذاکر په هرات کې د یو شمیر خیریه موسسو او بنسټونو سره هم لیدلي او د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د ننګونو څخه یې له نږدې څارنه کړې ده.

سربېره پردې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د لوېدیځ زون رئیس په هرات ولایت کې د لا همغږۍ لپاره د یاد ولایت له ولایتي مسؤلینو لکه د کډوالو چارو رئیس، د اقتصاد رئیس، د سوداګرۍ خونې رئیس او د پوهنې رئیس سره په جلا توګه لیدلي او خبرې اترې یې کړې دي.

نوموړي په دې ناستو کې پر بیلابیلو بنسټونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د فارغانو د جذب‌کیدلو او ګمارلو پر څرنګوالي بحث کړی او د ولایتي مسؤلینو له لوري ځینې ژمنې هم وړاندې شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري هڅه کوي ترڅو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د زونونو له لارې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ښوونیز کیفیت نور هم پیاوړی او پراخ کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS