د تخنیکي او مسلکي زده کړو د شمال ختیځ زون ریاست له پنځو خصوصي بنسټونو سره هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۸:۴
TVETA

د هیواد په شمال ختیځ زون کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین وايي چې په کندز ولایت کې یې د پنځو خصوصي بنسټونو سره د ګډو همکاریو هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي.

د دې هوکړه‌لیکونو د لاسلیک‌ کیدو په غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د شمال ختیځ زون رئیس ترڅنګ د څیړنې او نوښت رئیس هم ګډون درلود.

د یادونې وړ ده چې دا هوکړه‌لیکونه په کندز ولایت کې د زده کوونکو لپاره د غوره ښوونیزو فرصتونو رامینځته کولو او د تخنیکي او مسلکي زده کړو استادانو، زده کونکو او کارمندانو څخه د ملاتړ په موخه لاسلیک شوي.

په ورته وخت کې، په دې هوکړه‌لیکونو کې ښکیلو خواوو د تفاهم‌لیکونو د مواد پر پلي کولو ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبرۍ تل د زده کونکو لپاره د غوره تعلیمي او روزنیزو فرصتونو په برابرولو ټینګار کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS