د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کارکوونکو ته تحقیق د روش په اړه روزنیزه برنامه ترسره شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۸ - ۱۶:۹
تحقیق د روش په اړه روزنیزه برنامه

تحقیق د روش په اړه یو ورځنی روزنیز پروګرام د ابو ریحان د لوړو زده کړو موسسې په همکارۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د بشري سرچینو د پراختیا او ظرفیت لوړونې آمریت لخوا ترسره شو.

په دغه برنامه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو  ادارې د بېلابېلو ریاستو ١٢ تنه کارکوونکو ګډون کړى و.

د دغه پروګرام د ترسره کولو څخه یې موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو د څېړنیزو مهارتونو ته وده ورکول وو.

د علمي څېړنو او سروې فارمټ، د څېړنې وسایل او د څېړنې نرم افزار د دغه ښوونیز سیمینار له موضوعاتو څخه وو.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې او د ابو ريحان د لوړو زده کړو موسسه ژمن دي چې په راتلونکي کې به د ښوونيزو برنامو او علمي سيمينارونو د جوړولو لپاره په ګډه کار ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۹
Background image

د کابل والي د نیالګیو کېنولو په برخه کې د ښاریانو پر رول ټینګار وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په نوښت د نیالګیو کېنولو کمپاین د یو شمېر مسؤلینو په ګډون او ویناوو سره پیل شو چې پکې د کابل والي محترم ملا امین الله عبید هم ګډون درلود. د دې پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۱
Background image

د لغمان تخنیکي لیسې زده‌کوونکو لخوا د نقلیه وسایطو ترمیم

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي لیسې زده‌کوونکو د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د موټر «اشترنګ» په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د اړوندې څانګې استاد زده‌کوونکو ته د برقي او هایدرولیکي اشترنګونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

زده‌کوونکو ته د موټر وایرینګ ترمیم په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د ننګرهار ولایت د میخانیکي انسټیټوټ زده‌کوونکو د یوې درسي ناستې په ترڅ کې د موټر وایرینګ اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د برېښنا څانګې استاد د عملي روزنې پر مهال د موټر. . .

BACK TO NEWS