د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي لخوا د زابل د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ بررسي شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۱۰:۴۷
tveta

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د دغې ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ د زابل ولايت د اداري او حسابدارۍ انسټيټوټ تعليمي وضعیت وڅېړه.

دوی د دغه ښوونیز مرکز ټول تعلیمي او مالي اسناد وڅېړل.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې يوه پلاوي د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د اړتياوو او ستونزو د حل په موخه ولايتونو ته سفر کړى دى.

نوموړي پلاوي تر دې مخکې د میدان وردګو او غزني په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو وضعیت څېړلی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۴۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس رسمي سفر مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د یادې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته په سفر روان شو. په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

BACK TO NEWS