د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د کندهار میخانیکي انسټیټوټ وضعیت وڅېړه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۱ - ۱۵:۱۲
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د وضعیت څېړلو په لړ کې د کندهار ولایت میخانیکي انسټیټوټ وضعیت بررسي کړ.

نوموړي پلاوي د کندهار ولایت میخانیکي انسټیټوټ له استادانو او محصلینو سره د هغوی د اړتیاوو او ستونزو په اړه مخامخ خبرې وکړې او د دغه ښوونیز مرکز اسناد یې هم وڅېړل.

دغه راز د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداري پلاوي د دغه ښوونيز مرکز له عملي کارونو او ورکشاپونو څخه ليدنه وکړه.

دا مهال د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوی د دغې ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس په مشري کندهار ولایت کې دي.

د دغه سفر موخه په ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د وضعیت څېړل او د ستونزو څرنګوالي معلومول دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

BACK TO NEWS