د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي ارزګان ولایت ته سفر وکړ

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۴:۳۳

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د یادې ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال محترم مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ ارزګان ولايت ته سفر وکړ.

دغه پلاوي ارزګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د مرکز کرنې مسلکي لېسې، د چورې ولسوالۍ د کرنې مسلکي لېسې، د خاص ارزګان ولسوالۍ کثیرالرشتوي مسلکي لېسې په ګډون د یاد ولایت د یو شمېر تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو وضعیت څخه څارنه وکړه.

دغه راز د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د ارزګان ولايت د مجاهدينو د روزنیز پروګرام په ګډون د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ستونزې او ننګونې له نږدې وکتلې او د دغه مرکز د ستونزو او ننګونو په حل کې يې د همکارۍ ژمنه هم وکړه.

له بلې خوا دغه پلاوي د يادو مرکزونو له مسوولينو وغوښتل چې د محصلينو لپاره د عملي درسونو په برخه کې لا زياتې هڅې وکړي. او د ارزونې په ترڅ کې یې د ښوونیزو مرکزونو مسوولینو ته د چارو د لا ښه والي په موخه لازمې او مسلکي لارښوونې هم وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداري ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت اداري ناسته د مهمو اداري او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې او د مجاهدینو د پروګرام فعالیتونو د بیا پیل په اړه د اړینو پرېکړو نیولو په موخه ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

BACK TO NEWS