د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو له عمومي رئیس سره وکتل

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۷ - ۱۶:۸
 ادارې مشر

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر مولوي غلام حیدر شهامت د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو له عمومي رئیس حاجي عبدالحمید اخندزاده سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د جلغوزيو خصوصي فابریکې مسوولینو بشیر احمد اخندزاده او بلال احمد اخندزاده هم حضور درلود.

 د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو عمومي رئیس د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د وروستیو لاسته راوړنو ستاینه وکړه او له دې ادارې سره یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر د دولتي شرکتونو د عمومي رئیس له ملاتړ څخه مننه وکړه.

په دې غونډه کې د دولتي شرکتونو حقوقي رئیس ممتاز الدین ممتاز د پرزه جاتو د تولید لپاره د یوه انسټیټوټ د جوړولو وړاندیز وکړ.د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه د یاد وړاندیز هرکلی وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۴۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس رسمي سفر مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د یادې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته په سفر روان شو. په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

BACK TO NEWS