د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۰ - ۱۶:۴۰
هیات رهبری

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه د دغه ادارې د سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت په مشرۍ او د دغه ادارې د يو شمېر رئيسانو او آمرینو په حضور کې ترسره شوه.

د دغه غونډې په پيل کې په کابل ښار کې د انسټیټونو لپاره د يوه آمریت د جوړولو او د ادارې د املاکو د ثبت په ګډون د مشرتابه پلاوي د تېرې غونډې پرېکړې تعقيب شوې او د پریکړو د ترسره شویو کړنو په اړه اړونده رئيسانو راپور وړاندې کړ.

دتعلیمي او تحصیلي چارو عمومي رئیس مولوي مبشر اغا وويل، چې د کابل ښار د انسټیټونو لپاره د يوه خپلواک آمریت د جوړولو طرحه نهايي شوې ده.

دغه راز د املاکو آمر وويل، چې د ادارې د زياتو املاکو اسناد يې راټول کړي او د ثبت لپاره يې دولتي املاکو بانک ته استولي دي.

په دغه کتنه کې د معلوماتي سیستم د جوړولو په اړه بحث وشو او د معلوماتي سیسټمونو او احصایې آمر شریف احمد راسخ په دغه برخه کې خبرې وکړې.

دغه راز د اجنډا له مخې د ١٤٠٢ مالي کال لپاره د اداري وړاندیز شوی جوړښت وړاندې شو او د غونډې برخه والو په دې اړه خبرې وکړې.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت اړوندو مسوولينو ته دنده وسپارله، چې د ادارې په وړانديز شوي جوړښټ کې شته ستونزې هوارې کړي او غونډه د دعا په ویلو  سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۱:۴۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند ښوونیز مرکز د زده‌کوونکو د عملي زده کړو بهیر

د کاپیسا ولایت د کوهبند ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ د دولسم ټولګي زده کوونکو د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د عملي زده کړو په چوکاټ کې د کلسیم د کیمیاوي تعاملاتو په اړه په عملي بڼه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۶:۳۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه، د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ ترسره شوه. د دې ناستې په پيل کې د اکادمیک بورد د تېرې غونډې پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۳:۱۹
Background image

د انرژۍ او اوبو انسټیټوټ زده کونکو ته د اصلاحي او فکري روښانتیا « تنویر» پروګرام ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د انرژۍ او اوبو انسټیټوټ د زده کونکو د فکري او فرهنګي روښانتیا « تنویر» لپاره اصلاحي او ښوونیز پروګرام ترسره کړ. په دې پروګرام کې یو شمیر مقاماتو لکه د. . .

BACK TO NEWS