د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له پنځه کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره تړونونه امضا کړل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۵ - ۱۲:۲۹
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ۱۲۰ ملیون افغانیو په ارزښت له پنځه کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره د مرستې تړونونه امضا کړل.

دغه بنسټونه د ناورې کمېټه، د انافي مؤسسه، د افغانانو لپاره د ښه ژوند مؤسسه، د اوسپنې پټلۍ اداره او علامه د لوړو زده کړو مؤسسه دي.

مفتي فضل الرحمن فاضل، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال د دغه پروګرام د پرانیستلو په مراسمو کې د تړونونو په هکله جزئیات وړاندې کړل.

ددغه مراسمو په دوام کې، ملابخت الرحمن شرافت، د اوسپنې پټلۍ ادارې رئیس وینا وکړه، او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له همکاریو څخه یې مننه وکړه.

ښاغلي شرافت زیاته کړه چې تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د اوسپنې پټلۍ له ادارې سره ښې همکاری لري، نوموړي زیاته کړه چې ددغه تړون په امضا کولو سره به د دواړو بنسټونو ترمنځ همکاری لا زیاتې شي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې رئیس وویل: ټولې برخې تخنیکي او مسلکي کسانو ته اړتیا لري، او د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره ټولنې ته د متخصصو او مسلکي کسانو د تربیه کولو ځای دی.

دغه مراسم، د تړونونو په امضا کولو او افغانستان ته د خیر په دعا سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS