د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا په نورستان ولایت کې د کارموندنې مرکز پرانستل شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۱۵

په نورستان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلینو د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو فارغانو لپاره د کاري فرصتونو د چمتو کولو په موخه د کار موندنې او مشورې ورکولو مرکز جوړ کړ.

ددې مرکز په پرانیست غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مرکزي هستې یو شمیر مسؤلینو او د نورستان ولایت مقاماتو هم ګډون درلود.

د مسؤلینو په وینا، په نورستان ولایت کې د کارموندنې دغه مرکز د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د فارغانو لپاره د کار بازار د ننوتلو او د هغوی لپاره د کاري فرصتونو رامینځته کولو په موخه جوړ شوی دی.

له بلې خوا، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي، چې ددې مرکز په پرانیست غونډه کې یې ګډون درلود، د یو شمیر هغو محصلینو لپاره چې د فراغت په درشل کې موقعیت لري د کارموندنې او شغلي مشورې ورکولو سیمینار هم ترسره کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS