د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د "ولټاف" مشورتي خدمتونو او انجینري شرکت تقدیر شو!
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د "ولټاف" مشورتي خدمتونو او انجینري شرکت څخه مننه او قدر داني وکړه، دغه شرکت د اوبو او انرژۍ په انسټیټوټ کې د اوبو د يو حلقه څاه د کیندلو په برخه کې بشپړه همکاري کړې وه. چې د 500 زره افغانۍ لګښت پرې راغلی و.
په همدې مناسبت د انرژي وآب انستيتوت د اوبو سيستم د افتتاح په مراسمو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مقام د دفتر رئیس استاد مطيع الله هدايت د "ولټاف" شرکت له فعاليتونو او همکاريو څخه د يوې تقديرنامې په تقديم سره مننه وکړه.
ښاغلي هدايت له ټولو شتمنو هيوادوالو هيله وکړه چې په داسې خيریه کارونو کې خپلې مرستې لا ډيرې کړي.