د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د همکارۍ دوه تفاهم لیکونه لاسلیک شول

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۹:۴۱

ښاغلي الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د افغان پراختیایي مؤسسې او راه نوین ټولنیزې مؤسسې له مسؤلینو سره د یوې ناستې په ترڅ کې د ګډو همکاریو تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.

د دې تفاهم لیک پر بنسټ، دغه بنسټونه به د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره په همکارۍ سره د تخار، کندز او ارزګان ولایتونو کې لنډمهاله حرفوي روزنیز پروګرامونه پیل کړي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست له نوموړو څخه د هرکلی ترڅنګ له هغوی وغوښتل چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د حرفوي زده کړو په برخه کې لا زیاتې همکارۍ وکړي.

د حرفوي برنامو زده کړې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مهمو پروګرامونو څخه ګڼل کېږي، چې تر اوس مهاله  زرګونه کسان له دې پروګرامونو څخه فارغ شوي او د کار په بازار کې پر دندو بوخت دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۵
Background image

د ادارې او مدیریت پروګرام ۱۱۰۰ تنو فارغانو ته د لوړو زده‌کړو د دوام زمینه برابره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسؤلین وایي، هغو مجاهدینو ته چې د دې ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو د ادارې او مدیریت له پروګرام څخه فارغ شوي، د لوړو زده‌کړو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت د افغانستان په نړیوال نندارتون کې لومړی مقام خپل کړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ محترم وزارت له لوري د ۲۰ ټیمونو ترمنځ په جوړو شوو سیالیو کې د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت زده‌کوونکو لومړی مقام خپل کړ. یاده سیالي د افغانستان په نړیوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۴۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ولایتي آمریتونو مالي مدیرانو ته روزنیز پروګرام پیل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست، د مالیې وزارت د متخصصینو په همکارۍ، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ۳۴ ولایتونو د آمریتونو د مالي مدیرانو لپاره پنځه ورځنی د ظرفیت. . .

BACK TO NEWS