د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست په تخار کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو وضعیت بررسي کړ

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۴ - ۹:۳۶
1

مولوي غلام حیدر شهامت ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د تخار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه لیدنه وکړه.

په دغې کتنه کې ښاغلي شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له محصلینو او مسئولینو سره وکتل او خبرې یې وکړې.

دوی خپلې ستونزې او اړتیاوې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.

له بلې خوا د تخار ولایت د خیاطۍ او موبایل جوړولو د حرفوي کورسونو محصلینو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست سره په کتنه کې د دغو کورسونو د زده کړې موده له دریو میاشتو څخه شپږو میاشتو ته د اوږدولو غوښتنه وکړه.

د دې ترڅنګ د څښاک د پاکو اوبو کمښت، د درسي کتابونو نشتوالی او د انټرنټ نه شتون د دغو مرکزونو له نورو ستونزو څخه دي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو رئيس د يادو ستونزو د حل په موخه د همکارۍ ژمنه وکړه. نوموړي دغه راز د تخار ولایت د تخنیکي مرکزونو مسئولینو ته د ځینو مسایلو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۴۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته د دې ادارې د بېلابېلو ریاستونو د یو شمېر رئیسانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د غونډې په پیل کې د اکاډمیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۲۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د اوسپنې ویلې کولو فابریکو اتحادیې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست او د افغانستان د اوسپنې ویلې کولو فابریکو د اتحادیې مسؤلینو په یوه ناسته کې سره ولیدل او نظرونه شریک کړل. د دې ناستې موخه د دواړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداري ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت اداري ناسته د مهمو اداري او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې او د مجاهدینو د پروګرام فعالیتونو د بیا پیل په اړه د اړینو پرېکړو نیولو په موخه ترسره. . .

BACK TO NEWS