د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست او د ښارې خدمتونو معین د اتومیخانیکې اکاډمۍ څخه لیدنه وکړه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د کابل ښاوالۍ ښارې خدمتونو معین مولوي محمد خالد سره مل د کابل اتو ميخانيکي اکاډمۍ څخه ليدنه وکړه.
د دغې لیدنې موخه د کابل د اتومیخانیکی اکاډمۍ له ساحو څخه د اغېزمنې استفادې لپاره ګډه همکاري ده.
همدارنګه مولوي محمد خالد د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د کابل ښاروالۍ د لا زياتو همکاريو ډاډ ورکړ.