د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست، اختریز پیغام!

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۳۰ - ۱۲:۵۵
اختریز پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

د افغانستان اسلامي امارت امیرالمؤمنین شیخ هبة الله آخندزاده حفظه الله، رئیس الوزراء، د رئیس الوزرا مقام مرستیالانو، ا.ا.ا د وزیرانو کابینې قدرمنو غړیو، د اسلامي امارت ټولو لوړ پوړو او ټیټ پوړو مجاهدو اراکینو، متدین ـ ځوریدلي او فقیر ملت ته!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

خوښ یم چې د هېواد په سر تر سره کې د ا.ا د سپین کلمه دار توغ او اسلامي عدالت تر سیوري لاندې د لمړي ځل لپاره داسې یو پسرلی تجربه کوم چې په ګلورینه لمنه کې ېې د موسم طبعي ښکلا او د رمضان المبارک میاشت یو له بله اوږه په اوږه پیل او یو بل ته د دغه کړیدلي هېواد د بختورېدو غزلې وايي.

په زرین عبادت (روژه) پوښلی دغه پسرلی لمړی ځان دوهم ځورېدلو هېوادوالو او بیا په ټوله کې اسلامي امت ته په نېک شګون سره نیسم، او د زړه له کومې په یوه نړۍ مینه او ارمان، الله ته په پوره تضرع لاس لپه کوم څو زمونږ ټولو ساجدو تندیو، روژتي ـ ‌ذاکرو خولو ته د عفوې، سوکالۍ دارنګه په دارینو خپله خوښي د راکول کېدونکي قیمت په توګه وټاکي.

د بندګي حرص له مخې دعا کوم څو بار، بار الله متعال راباندې د دغه قیمتي فرصت پېرزوینه کړې او په الله منلي اطاعت مو پکې ولوبوي.

غواړم خپلو درنو مخاطبینو ته د یو عالم خوښیو په ترڅ کې په ادب، متقابل درناوي او بې ساري زړه سوي د اختر مبارکۍ پیغام ووایم؛

تاسو ټولو درنو ته د د بشریت په تاریخ کې د اسلامي ارشاداتو سره سم  دغه الهي ډالۍ (اختر) هسې مبارک شي چې تبرک ېې زمونږ او ستاسو د ژوندانه هر ډګر په بلا ډیرو ښکلاوو وه پوښي.

بیا هم پدې هیله چې:

هېواد مو بیا د وخت د استکبار د کرغېړنو د سیسو ښکار نه شي.

اختر مو بې موسکا، منبر مو بې ملا، ښونځی مو بې ښوونکیه، روغتون مو بې طبیبه، کرونده مو بې بزګره نه شي

الله مو هره ورځ اختر او هر اختر مو بختور کړه.

مولوي غلام حیدر شهامت

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۴۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس رسمي سفر مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د یادې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته په سفر روان شو. په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

BACK TO NEWS