د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه غونډه د ولایتونو له تخنیکي آمرینو سره ترسره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۰ - ۱۴:۲
tveta

تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د انلاین ناستې له لارې د ولایتونو له تخنیکي آمرینو سره وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.

 په دغه غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د فني او تدریسي کادرونو په هکله خبرې وشوې.

د دغه غونډې په پيل کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د ولايتونو تخنيکي آمرینو ته لارښوونه وکړه، چې عدالت او روڼتيا په خپلو کارونو کې بنسټ وګڼې.

 ښاغلي مولوي شهامت وویل: وړتیا او لیاقت د نظام د بریالیتوب لامل دی او باید ورته پاملرنه وشي.

 نوموړي دغه راز د تخنيکي او مسلکي زده کړو په پرمختګ کې د متخصصو او ژمنو کسانو ونډه مهمه وبلله او زياته يې کړه، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې بريا او ناکامي په مستقيم ډول په کارکوونکو پورې اړه لري.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست دغه راز څرګنده کړه، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د فني او تدریسي کادرونو د قدم په ارتقاء کې دې د نمرو ورکولو لړۍ په شفافه او د عدالت پر بنسټ ترسره شي.

 مولوي غلام حیدر شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د فني او تدریسي کادرونو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

 د دغه غونډې په دوام کې د بغلان، تخار، غزني او زابل په ګډون د ولایتونو یو شمېر تخنیکي آمرینو د "ښوونکو د وړتیا" فورمو په اړه خپل نظرونه شریک کړل.

 غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکو ته د روپاني مؤسسې له لوري د کارآفرینۍ پلاټفورم ور وپېژندل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست، د روپاني مؤسسې په همکارۍ، د «کارآفرینۍ پلاټفورم پېژندنې» تر سرلیک لاندې یو روزنیز پروګرام جوړ کړ. په دې پروګرام کې ګډونوالو ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې اصلاحي ناسته تر سره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري یوه اصلاحي او ښوونیزه ناسته د دې ادارې د یو شمېر مسؤولینو او کارکوونکو په ګډون ترسره شوه. په دې ناسته کې محترم مفتي امرالله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۳۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د کار نړیوال سازمان او یوناما له پلاوي سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د کار نړیوال سازمان (ILO) او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له. . .

BACK TO NEWS