د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه غونډه ترسره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۱۶:۱۵
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه غونډه د دغې ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حيدر شهامت په مشرۍ ترسره شوه.

یاده غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او په دغې غونډه کې د اجناسو د موجودي په ګډون د ترنم او فرهنګ ریاست د تشکيلاتي جوړښت او نصاب پر څرنګوالي او همدارنګه په بېلابېلو موضوعاتوخبرې وشوې.

په ورته وخت کې ښاغلي مولوي شهامت د رهبرۍ په نننۍ غونډه کې وویل چې کارکوونکي مکلف دي چې خپلې دندې د اصولو او قوانینو مطابق ترسره کړي. هغه ټینګار وکړ چې د کارکوونکو له خوا باید هیڅ ډول ګډوډي ترسره نه شي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ د نننۍ غونډې د موضوعاتو په اړه ګډونوالو خپل نظرونه شریک کړل.

دغه راز د مشرتابه په غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اجناسو د موجودي او د ترنم او فرهنګ ریاست د نصاب او تشکیلاتي جوړښت د سمون په موخه یوه کاري کمیټه هم وټاکل شوه.

غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۶
Background image

د لغمان په ښار جوړونې ریاست کې زده‌کوونکو عملي زده‌کړه ترلاسه کړه

د لغمان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټيوټ ساختماني څانګې زده‌کوونکو د خپلو عملي زده‌کړو یوه برخه د یاد ولایت ښار جوړونې په ریاست کې ترسره کړه. د اړوندې څانګې استاد په یوه درسي جلسه کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۲۵
Background image

د خوست تخنیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو ته د کانکریټ ټکنالوژۍ عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د خوست ولایت تخنیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د «کانکریټ ټکنالوژۍ» په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د دې پروګرام په جریان کې زده‌کوونکي د مهمو عملي موضوعاتو سره بلد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۹:۲۳
Background image

د ننګرهار کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ کې د سبزیجاتو اچار جوړول

د ننګرهار ولایت په کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ کې زده‌کوونکو د بېلابېلو سبزیجاتو په کارولو سره اچار چمتو کړ. د یاد انسټیټیوټ مسؤلین وایي چې د دې کار موخه د زراعتي محصولاتو ملاتړ او زده. . .

BACK TO NEWS