د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۶:۱۷

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اکاډمیک بورډ، د یادې ادارې د اکاډمیک بورډ اونیزه غونډه ترسره کړه.

پدې غونډه کې ګډونوالو د بیرون مرزی اسنادو اجرا کولو د څرنګوالي، د لیلیې او بدل اعاشې لایحې په شمول پر بیلابیلو اړونده موضوعاتو بحث وکړ.

په ورته وخت کې، د اکاډمیک بورډ غړو د موضوع په اړه خپل نظرونه او لیدلوري شریک کړل، او اړینې پریکړې هم ونیول شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دوشنبې په ورځو ناسته ترسره کوي چې په یادې ناسته کې د اکاډمیک برخې د ننګونو د حل په اړه بحث او تبادل نظر کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۱
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو له څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو سره لیدنې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو او د خصوصي سکتور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۷
Background image

د انستیتوت د دورې د عمومي څانګو د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي نصاب ریاست له لوري د انستیتوت د عمومي څانګو د دورې لپاره د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ، چې د پوهنتونونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۳:۵۰
Background image

د ښوونیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، مولوي غلام حیدر شهامت، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس، تاریا مګنوسون واتردال، سره وکتل. په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې. . .

BACK TO NEWS