د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د ښځوبنسټ ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې او ښځو بنسټ (Womanity Foundation) ترمنځ يو هوکړه ليک لاسليک کړ.
د یاد هوکړه لیک له مخې، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر غلام حیدر شهامت او ښځو بنسټ استازې محمد ضیا نوري له خوا لاسلیک شو، یاده موسسه به د ټکنالوژۍ او کمپیوټر په انسټیټوټ کې ښځینه زده کړیالانو ته د انلاین زده کړو زمینه برابره کړي.
همدارنګه د ټکنالوژۍ او کمپیوټر د انسټیټوټ د استادانو روزنه، د دې انسټیټوټ لپاره د تجهیزاتو برابرول او فارغانو ته د کار پیدا کول د یاد هوکړه لیک ځینې برخې دی.
ښاغلی مولوی شهامت د ښځو بنسټ د همکارۍ قدرداني وکړه او د دې همکاریو د دوام غوښتنه یې وکړه.
دا نړیواله موسسه چې د سویس په جینوا کې میشته ده، د تعلیمي خدمتونو کیفیت او د ښوونکو ظرفیت لوړولو او همدارنګه د مناسب تعلیمي چاپیریال چمتو کولو لپاره کار کوي.