د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د روپاني مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۰ - ۱۳:۱۴
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت د روپاني مؤسسې له مرستیال محمد حمید رحماني سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د یاد هوکړه لیک له مخې، روپاني مؤسسه د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ۲۹۳ تنو ته حرفوي زده کړې ورکوي.

دغه زده زده کړې د کابل ښار په دریمه، اوومه، اتمه او دولسمه ناحیه کې د ترکاڼۍ، موټرو ترمیم، موبایلو ترمیم او  خیاطي په برخه کې ترسره کوي.

په ورته وخت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست له دغې ادارې سره د روپاني مؤسسې د همکاريو قدرداني وکړه او د دغو همکاريو د دوام غوښتنه يې وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۳:۲۲
Background image

د مالي او اداري مرستیال د کونړ ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري مرستیال، ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل، کونړ ولایت ته سفر وکړ.   په دې سفر کې د بېلابېلو برخو هیأت د مالي او اداري مرستیال ملتیا کوي. ټاکل شوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۴:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي بادغیس ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال، ښاغلي مولوي غلام سعید احساس د خپل سفر په ترڅ کې بادغیس ولایت ته لاړ. په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال سره د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۴:۱۶
Background image

د کرنې او وترنرۍ په انسټیټیوټ کې د نیالګیو کېنولو او باغ ډیزاین کولو په اړه روزنه

د لغمان ولایت مرکز کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ زده کوونکو ته د عملي زده‌کړو په چوکاټ کې د نیالګیو کېنولو په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه. په ورته مهال کې، لارښود استاد زده کوونکو ته د. . .

BACK TO NEWS