د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او آغا خان بنسټ ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۶ - ۱۵:۴۶
tveta

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت او په افغانستان کې د آغاخان بنسټ د مشر ډاکټر نجم الدين نجم ترمنځ د همکارۍ تفاهم ليک لاسليک شو.

د یاد هوکړه لیک د موادو پر بنسټ، آغا خان بنسټ په بامیان، بغلان او دایکندي ولایتونو کې لنډ مهاله حرفوي برنامې ترسره کوي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست له دغې ادارې سره د آغا خان بنسټ د دوامداره همکاريو قدرداني وکړه او د دې همکارۍ د لا پراختيا غوښتنه يې وکړه.

له بلې خوا ډاکتر نجم د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره د افغانستان لپاره يو له مهمو ادارو څخه وبلله او ژمنه يې وکړه چې له دغې ادارې سره به د آغا خان بنسټ همکاري دوام ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS