د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اونیزه اصلاحي غونډه ترسره شوه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اونیزه اصلاحي غونډه د ارشاد او دعوت رئیس مفتي نجم الدین حقاني په وینا او د دغه ادارې د کارکوونکو په حضور کې ترسره شوه.
نوموړي په خپلو خبرو کې د ذوالحجې میاشتي، عرفې ورځې او د لوی اختر په فضایلو خبرې وکړې.
ښاغلي حقاني د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه چې په دې ورځو کې زیات ذکر او عبادت وکړي.
هغه وویل هر هغه څوک چې د قربانۍ توان ولري باید قرباني وکړي.
غونډه د خبر دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.