د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اونيزه اصلاحي غونډه د دغه ادارې د کارکوونکو په حضور کې ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د تعلیمي او تحصیلي چارو عمومي رئیس مولوي الحافظ مبشر آغا د روژې د مبارکې میاشتې د وروستیو لسو ورځو د فضیلت او د قرآن کریم د نزول په هکله خبرې وکړې.
نوموړي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې د روژې مبارکې مياشتې په وروستيو ورځو کې د قرانکريم تلاوت وکړي او خدای تعالی ﷻ په دربار کې دعا وکړي.
غونډه په دعا ویلو سره پای ته ورسیده.