د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې «سټی ان افغانستان » مؤسسې سره مجازی ناسته ترسره کړه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې يوه پلاوي د "سټي ان افغانستان" مؤسسې له مسئولينو سره په مجازې بڼه وکتل او خبرې اترې يې وکړې.
په دغې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ، اوبو او انرژۍ، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او د برښنا شرکت استازو هم حضور درلود.
په دغې کتنه کې چې په مجازې بڼه ترسره شوه، دواړو لورو له آلمان څخه افغانستان ته د صنعتي څانګو د انتقال پر څرنګوالي خبرې وکړې.
د "سټي ان افغانستان" مؤسسې مسئولینو په دغې ناسته کې څرګنده کړه، چې هڅه کوي د افغاني ټولنې د اړتیا وړ ډېری څانګې دغه هېواد ته انتقال کړي.
په پام کې ده چې تر ټولو لومړی د «صنعتي برښنا» څانګه له آلمان څخه افغانستان ته انتقال شي او د نورو څانګو د انتقال بهیر به تر ۲۰۲۶ میلادي کال پورې دوام وکړي.
د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې او د "سټی ان افغانستان" مؤسسې تر منځ د همکارۍ د هوکړه لیک له مخې، د افغانستان د کار بازار د اړتیاوو سره سم څانګې او نصاب له آلمان څخه افغانستان ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د تدریس په موخه انتقال کړي.
د دغې ناستې په پای کې دواړو لورو د همکاریو پر دوام او د څانګو د انتقال بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ.