د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له حرفوي پروګرام څخه د لسګونو زده‌کوونکو فراغت

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۶

د پکتیا ولایت د تخنیکی او مسلکی زده کړو آمریت مسؤلین وایې چې د تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټ له حرفوي پروګرام څخه شاوخوا ۳۰ زده‌کوونکي فارغ شوي دي.

دغه زده‌کوونکو د کمپیوټر ترمیم په رشته کې درې میاشتنۍ عملي او نظري زده‌کړې ترلاسه کړې دي.

له دې برنامې فارغ شوي زده‌کوونکي وايي چې اوس دوی د کار په بازار کې د کار کولو وړتیا ترلاسه کړې ده او کولی شي له دې لارې خپلې کورنۍ او ټولنې ته خدمت وکړي.

دا پروګرام په داسې حال کې پای ته ورسېد چې تر اوسه زرګونه کسان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له بېلابېلو حرفوي پروګرامونو څخه فارغ شوي دي او ډېری یې په بازار کې په کار بوخت دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، تخار ولایت ته سفر وکړ. نوموړي د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو له محصلینو،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۱:۲۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس کندز ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، محترم مولوي غلام حیدر شهامت، د خپلو کاري او څارنیزو سفرونو په لړ کې کندز ولایت ته سفر وکړ. نوموړي په کندز ولایت کې له سیمه‌ییزو مسؤلینو او د تخنیکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۳۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي غونډو په دوام، نن د کابل پوهنتون استاد، محترم نصرمن‌الله مجاهد، د آخرت لپاره د چمتووالي او د مسلمانانو د دیني مسؤلیتونو په اړه وینا وکړه. نوموړي. . .

BACK TO NEWS