د تخنیکي‌او مسلکي‌زده کړو ادارې سرپرست د استقلال لوړو زده کړو مؤسسې له مسوولینو سره وکتل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۸ - ۱۴:۲۲
دیدار سرپرست اداره

د استقلال خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې مسوولینو د تخنیکي او مسلکي زده کړو له سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت سره وکتل.

په دغه کتنه کې د استقلال خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې رئیس حفیظ الله حداد د دغه مؤسسې د فعالیتونو په اړه ښاغلي شهامت ته معلومات ورکړل او د زده کړیالانو د جذب په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي حداد دغه راز د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د دغه ادارې کارکوونکو او زده کړیالانو ته د تحصیلي فیسونو د تخفیف په برخه کې د همکارۍ هوکړه لیک د لاسلیکولو لپاره چمتووالی اعلان کړ.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د استقلال لوړو زده کړو مؤسسې سره د دغه ادارې د همکارۍ ډاډ ورکړ او ويې ويل: "زموږ د ټولو ګډ هدف د باخبره نسل روزنه ده او دا زموږ لپاره يو رسالت دی."

ښاغلي شهامت زیاته کړه، چې د یاد هوکړه لیک د لاسلیک موضوع باید د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکو اړیکو همغږۍ ریاست له لارې هم تعقیب شي.

سرپرست اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی خواستار همکاری مؤسسه تحصیلات عالی استقلال برای برگزاری سمینارهای علمی توسط استادان این مؤسسه به استادان مراکز تعلیمات تخنیکی و مسلکی نیز شد.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د استقلال د لوړو زده کړو مؤسسې د همکارۍ غوښتنه وکړه چې د دغه مؤسسې د استادانو له خوا د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو استادانو ته علمي سيمينارونه جوړ کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

BACK TO NEWS